یکشنبه, ۲۵ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د هغو غلطو راپورنو په اړه باخبره اوسئ چې د روهینګیایي ناورين د اصلي ترهګرو په اړه عامه ذهنیت ګډوډوي
بسم الله الرحمن الرحيم
د هغو غلطو راپورنو په اړه باخبره اوسئ چې د روهینګیایي ناورين د اصلي ترهګرو په اړه عامه ذهنیت ګډوډوي

خبر

په دې ورځو کې داسې ګمراه کوونکي خبرونه خپرېږي چې د دوی په خبره د روهینګیا د غمیزې اصلي سرغړونکي اسلامي ترهګرې ډلې دي لکه د اراکان د روهینګیايانو د نجات پوځ (ARSA). په سينګاپور کې د سپټمبر له (۱۲- ۱۴مې) پورې د جنوب ختيځې اسيا ټولنې د ملي پوليسو ۳۷مه غونډه جوړه شوې وه؛ ترڅو د ميانمار د راخين ايالت د بشري ناورين په اړه بحث وکړي. په دغه غونډه کې د اندوبيزيا د پوليسو لوی درستيز کارنوين خپل ميانماري سيال ته له ترهګرۍ سره د مبارزې او بشري حقونو په روزنه کې کې د همکارۍ وړانديز وکړ.

د سپټمبر د ۱۲مې د نیو سټرایټ ټایمر ورځپاڼې د راپور په اساس ويل شوي ځینې نور هم داسې هڅه کوي څو د روهینګیا د غمیزې په اړه لویو ځواکمنو ترهګرو شبکو ته خبرداری ورکړي، د مثال په توګه د مالېزیا د دفاع وزیر هشام الدین حسين په خپله بیانیه کې د اسلامي دولت ملاتړي د روهینګیايي مسلمانو لږکیو په ځورونې تورن کړي وو. نوموړي خبرداری ورکړی و چې داعش یا اسلامي خلافت ډله په دې هڅه کې ده چې په سیمه کې لوی اډه جوړه کړي، په دې سره به دوی د روان کړکېچن وضیعت لپاره د روهینګیا له هغې مظلومې طبقې څخه ښه استفاده وکړای شي چې په ژوند کې بل انتخاب نه لري.

پیټر موفورډ د یوروشیا ګروپ د سیاسي مشاورینو د جنوب ختیځې اسیا مشر څرګنده کړه چې اندونیزیایي سختدریځي چېرته چې ډېر مسلمانان ژوند کوي اوس په میانمار کې کورني مذهبي تاوتریخوالي ته لمن وهي. د نوموړي په خبره دغو لویو اسلامي سیاسي ډلو تردې وړاندې د جاکارتا د پخواني والي (باسوکي جانجا پورناما) په مقابل کې لويې مظاهرې تنظیم کړې وې؛ خو اوسمهال د روهينګیا په ملاتړ مظاهرې او غونډې تنظیموي، چې د سپټمر په اوومه يې په خپله اعتراضي غونډه کې د میانمار د بودایانو پر وړاندې د جهاد اواز پورته کړ. مامفورد د سپټمر په ۱۳مه سي ان بي سي ته وویل: «د راخین د اوسني کړکېچ په اړه داسې اندېښنې شته چې ښايي اسلامي سختدریځي به له نورو ځایونو څخه جنوب ختیځې اسیا ته د خپلو موخو د پياوړي کولو لپاره راشي.»

تبصره:

د روانې غمیزې په اړه د اسلامي امت قانوني غبرګون ته غلط تعبير او معنا ورکول، په اراکان کې د شخړو اصلیت ته بل رنګ ورکول او حقیقت پټول دي. له شک پرته په دغو عملونو سره د روهينګیا د غمیزې اصلي ترهګر خلکو ته بل ډول ښودل کېږي. ترهګر څوک دی؟

له شک پرته د میانمار دولت حقیقي ترهګر دی؛ ځکه چې دوی د هېواد په داخل کې د افراطي بودايي ځواکونو په مرسته او د سان سوچي په پټ ملاتړ، په بهر کې د چین دولت، یهودي بنسټونو او همدا راز د پانګوالو ادارو په همغږۍ یوځای دا هڅه کوي چې د راخین ولایت شتمنۍ لوټ کړي. هو، میانمار او د پردې ترشاه له هغوی را چاپېر ټول ځواکونه په دې هڅه کې دي چې هېوادونه استعمار کړي، نو په همدې دلیل  دوی اصلي ترهګر ګڼل کېږي.

په میانمار کې ترهګرۍ ته قانوني بڼه ورکول شوې ده، ځکه چې د ۱۹۸۲م کال د تابعيت په قانون کې روهینګیایان د تابعیت له حقونو څخه بې برخې شوي دي. اوسنی وضعیت په اصل کې د دوی هغه قانوني جواز دی چې اوس یې د خپل نظامي قدرت له لارې پلی کوي. افراطي بودایان د نوموړو لږکیو په اړه د بېګانه توب اوازې خپروي، د کڼې او ګونګۍ ډیموکراسۍ رهبره انګ سان سوچې بیا د همغه قانوني جواز په لرلو سره د عاموژنې او نسلوژنې تګلاره کاروي.

پر دې ټولو ناخوالو سربېره، دا خو لا پرېږده چې اسلامي واکمنان نوموړي هېودا ته د روان ترورېزم مقابلې ته خپل ځواکونه ولېږي؛ بلکې ډېری مسلمان واکمنان لږ تر لږه دا هم نه شي کولی چې په زړورتیا سره د میانمار حکومت ته د ترهګر لقب ورکړي. په داسې حال کې چې د ستونزو حقیقي جرړه همدا حکومت دی. بل خوا د میانمار رژیم لوړ رتبه غړي په ډېره بې پروایۍ سره هغه جهادي ډلې تورنوي چې له ځان څخه د دفاع په حال کې دي، لکه د اراکان د روهینګیانو د نجات پوځ (ARSA)، چې د بېګناه عوامو د وینو تويولو مخنیوي لپاره د هغوی د ځمکنۍ بشپړتیا او مسلمانانو د وقار لپاره کار کوي. خو په حقیقت کې همدوی بیا د روهینګیا په روان ناروين کې لاس لري، روانې پروژې د هغو ډلو له لارې پلې کوي چې اسلام، جهاد او خلافت يې بدنام کړل لکه داعش او داسې نورې جنايتکارې ډلې.

د جنوب ختیځې اسیا اقتصادي ټولنه هم له اوږدې مودې را په دېخوا د نوموړو حالاتو په وړاندې د دې لپاره غلې ده چې دوی په کورنيو موضوعاتو کې د نه لاسوهنې په اړه ژمنه لري. په مالیزیا او اندونیزیا کې هم مسلمان واکمنان کمزوري دي، پرته له دې چې ځینې بشري مرستې وکړي یا په موقتي توګه د مهاجرو لپاره کمپونه جوړ کړي، حتی دا هم نه شي کولی چې د روهينګیا مهاجرو ته دایمي تابعیت ورکړي. د مالیزیا مخلص مسلمانان د خپل توان په اندازه همدومره کولی شي چې د ایماني اخلاص په وجه د روهينګیا مهاجر تر یو وخته ژوندي وساتي.

نو د یو هېواد له داسې یو دولتي سیستم څخه به څه تمه ولرو چې په سلګونو میلیونه مسلمانانو ته د دې اجازه نه ورکوي څو د خپلو خویندو او وروڼو مرسته وکړي؟ د جنوب ختیځې اسیا ټولنې څخه به څه تمه و کولی شو، چې اقتصادي ګټو ته پر انسانیت ارزښت ورکوي؟ له داسې دوه مخو نړیوالو قوانینو څخه به څه تمه وکولی شو چې د مسلمانانو په اړه یې تل معیار بدل وي؟ بلاخره له داسې نړیوال نظم څخه به تمه ولرو چې د میانمار له وحشي رژیم څخه خپل ملاتړ او ساتنې ته دوام ورکوي؟

اوسهال دوی ته دا ډېره اسانه او په زړه پورې ده، چې د میانمار د بې رحمه رژیم پرځای سېکولران؛ قهرېدلی اسلامي امت ملامت کړي، یا د جنوب ختیځې اسیا ټولنې د نه لاسوهنې د بې ګټو ارزښتونو له منځه وړلو پرځای د دوی لپاره دا اسانه او په زړه پورې ده چې اسلامي خوځښتونه وځپي، دا هم ورته ډېره اسانه ده چې د حقیقي ترهګرو پرځای په مسلمانانو د ترهګرۍ ټاپې ولګوي!

اې مخلصو مسلمانانو! موږ باید په زغرده د روهینګیا د مسلمانانو خویندو او وروڼو غمیزې ته د پای ټکی کېږدو. د دې وخت رارسېدلی چې نور په دې سېکولرو واکمنانو باور کولو ته د پای ټکی کېږدو! د الله سبحانه وتعالی دا وینا په یاد ولرئ چې فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لا يَأْلُونَكُمْ خَبَالا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ
[آل عمران: ۱۱۸]

ژباړه: اې مومنانو! له خپلو خلکو پرته له نورو (غیر مسلمانانو) سره خپل رازونه مه شریکوئ. هغوی ستاسې د ورکولو لپاره هیڅ فرصت له لاسه نه ورکوي. تاسې ته چې په هر څه زیان اوړي، هغوی خوښي پرې څرګندوي. د دوی د زړه دښمني  يې له خولې څرګندیږي او هغه څه چې یې په خپلوسینو کې پټ ساتلي دي، ډېر ستر دي. موږ تاسو ته څرګندې لارښونې کړي دي، که تاسو پوهېږئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

فیکا کومارا

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

Last modified onیکشنبه, 01 اکتوبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې